د پاکستان د سوداګرۍ ټولنې مشر زاهد علي خان د غويي په ٢٧مه خبريالانو ته وويل، پاکستان په دې غور کوي چې له روسيې سره سوداګري په روبل يا يوان کې حل کړي.
علي خان وویل، موږ اوس هم په امریکایي ډالرو تجارت کوو، چې دا یوه ستونزه ده...... موږ د روبل یا یوان کارولو په اړه فکر کوو، مګر دا مسله لاهم پای ته نه ده رسیدلې."
هغه وویل چې د پاکستان بازار د کیمیاوي او درملو محصولاتو په ګډون د روسیې محصولاتو ته لیوالتیا لري. علي خان څرګنده کړه:«موږ د روسیې او پاکستان د اړیکو د پراختیا لپاره ښه امکانات وینو. په ځانګړې توګه، البته، (پاکستان لیوالتیا لري) روسي کیمیاوي توکي، تخنیکي محصولات، کاغذ ……. موږ درملو ته اړتیا لرو. دا هغه مسایل دي چې په اړه یې کار روان دی.»
د راپور له مخې د روان کال په مارچ میاشت کې اسلام اباد او مسکو د دوه میلیونه ټنو غنمو او ګازو د واردولو په برخه کې مهمې سوداګریزې موافقې ته رسېدلي دي. د فبرورۍ په میاشت کې، د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر عمران خان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې. دواړو د پاکستان د سټریم ګاز پایپ لاین په اړه هم خبرې وکړې چې د 1,100 کلومیټره (683 میل) پایپ لاین په اړه یې په 2015 کې موافقه وکړه چې د پاکستاني او روسي شرکتونو لخوا جوړیږي. دا پروژه د مسکو او اسلام آباد په ګډه تمویلیږي او د روسي قراردادیانو لخوا به جوړه شي.